په دویمه ناحیه کې د سرک د کانکریټ اچونې چارې پیل شوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۹:۲۹
پروژې چارې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویمې ناحیې اړوند د حاجیانو کلي د سرک د کانکریټ اچونې چارې په منظم شکل جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل لعل آغا ابراهیمي وویل، یاده پروژه چې د ښاروالۍ له داخلي بودیجي تمویل کېږي، د ۳۶۰ مترو په اوږدوالي او ۱۵ مترو په پلنوالي د سرک کانکریټ اچونه، دواړو غاړو ته د ویالو جوړول او د یوې غاړې په اوږدو کې د استنادي دیوال جوړول پکې شامل دي
 
د هغه په وینا، د اړوندو ابتدایي کارونو بشپړېدو وروسته اوس مهال د کانکریټ اچونې چارې په منظم ډول پر مخ روانې دي او مهترلام ښاروال، الحاج مولوي رحمت الله شهامت، وخت پر وخت د پروژې له ساحې څخه لیدنه کوي ترڅو د کار د ښه کیفیت ډاډ ترلاسه کړي

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه چې د یادې پروژې د کیفیت د تضمین لپاره د مسلکي او تخنیکي انجینرانو شتون حتمي ګرځول شوی او ټول کارونه د هغوی تر څارنې لاندې پرمخ ځي

د حاجیانو کلي اوسېدونکي د دې پروژې له پیل څخه خوښي ښيي او وایي چې د سرک په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ ستونزې هوارې او ورځني ژوند کې به یې اسانتیاوې زیاتې شي

د یادونې وړ ده چې په دې پروژه کې په ورځني ډول شاوخوا ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS