په دویمه ناحیه کې د ۲۸۰ متره په اوږدوالي د سړک غاړې د ویالو د کانکریټ اچونې چارې ۹۰% سلنه بشپړې شوي دي

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۶:۸
د سرک کارونه

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لغمان د کډوالو چارو ریاست ترڅنګ په دویمه ناحیه کې د سړک غاړې د ویالو د کانکرېټ اچونې چارې ۹۰ سلنه تکمیل شوي، چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت له یادو کارونو څخه لیدنه وکړه
ښاروال د پروژې مسؤلینو باندې د ښه معیاري او اساسي کار کولو ټینګار وکړ او ترې یې غوښتنه وکړه چې پاتې کارونه هم ډیر ژر ترسره کړي
 دغه پروژه چې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې ترسره کېږي د ۱۴۰ متره په اوږدوالي او د ۱۴ متره په پلنوالي د سړک کانکریټ اچول او دواړه خواوو ته ویالې جوړول شامل دي، چې اوس مهال د ویالو چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوي او ډیر ژر به یې د سرک کانکرېټ اچونې چارې هم پیل شي
د یادونې وړ ده چې په دغه پروژه کې په ورځني ډول شاوخوا ۲۵ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS