په مهترلام ښار کې د سرک پر غاړو د بې‌نظمۍ مخنیوی؛ ښاروالۍ هټیوال خپلو ځایونو ته را وګرځول

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۳۸
د سرک پاک کاري

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري نظم د ټینګښت او د ترافیکي ستونزو د مخنیوي په موخه، د ښار د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي، چې د ښاروالۍ ښاري انظباط مدیر قاري سید آغا یې ملتیا کوله، د کلچه پزې مخې هغه ساحه یې وڅارله چېرې چې هټیوالو د سرک دواړو غاړو ته خپل جنسونه راښکته کړې وو او د جنسونو په واسطه یې د تګ راتګ ستونزې رامنځته کړې وې.
په یاده ساحه کې د سرک دواړو غاړو ته د بې‌نظمه پلور له امله د تګ راتګ ستونزې رامنځته شوې وې، چې د ښاریانو د جدي شکایتونو سبب شوی وو، چې د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر له جدي څار وروسته، د یاد سړک د پاکولو، پراخولو او د تګ راتګ د اسانتیا لپاره عملي اقدامات ترسره شول.
ملا عباس ابراهیمي ټولو هټیوالو ته جدي سپارښتنه وکړه چې خپل کاروبار دې یوازې په ټاکل شویو ځایونو کې ترسره کړي او له دې وروسته دې د سرکونو او پلو لارو د بندېدو سبب نه کېږي.
 نوموړي ټینګار وکړ، که هر څوک د ښاروالۍ له تګلارې سرغړونه وکړي او هندواڼې یا نور توکي د تګ راتګ په لارو کې کېږدي، ورسره به قانوني چلند وشي، چې بیا حق د شکایت نه لري
ښاریانو د ښاروالۍ له دې اقدامه تود هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دا ډول منظم او مسؤلانه فعالیتونه باید دوامداره وي، څو ښار له بې‌نظمۍ وژغورل شي او عام خلک په ارامه فضا کې تګ راتګ وکړي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت  له لوري د ښار د ښه نظم په موخه د مهترلام ښاروالۍ د امرینو او د لومړۍ ناحيي مدیر په مشرۍ یو ګډ کمېسیون هم جوړ کړی چې یاد کمېسیون وخت پر وخت له ښار څخه څارنه کوي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS