په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۵:۳۸
ليدنه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چارې په منظم شکل جریان لري

په یاده پروژه کې د تیلو پمپ، موټرشويي، د اوبو څاه او د بدرفت څاه جوړول شامل دي، چې کارونه یې د پلان له مخې په چټکۍ روان دي، چې تر اوسه یې ۶۵ سلنه کارونه بشپړ شوي

د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق په موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، چې انجنیر شوکت نعیمي او انجنیر میاجان عاطفي یې ملتیا کوله، له یادې پروژې څخه یې لیدنه وکړه او د تطبیق کوونکي شرکت مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې چارې په اساسي، معیاري او د تخنیکي اصولو مطابق پر مخ یوسي

ښاروال ټینګار وکړ، چې دوی به وخت پر وخت له یادې پروژې څخه د ښه معیاري او اساسي کار کولو په موخه څارنه کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS