په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ جوړېدو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۱۲
پروژو څخه ليدنه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چې د تیلو پمپ، موټرشويي، د اوبو څاه او بدرفت څاه جوړول پکې شامل دې تر دې دمه یې ۶۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او د پاتې کارونو چارې یې په چټکۍ روانې دي

د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق په موخه نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، چې انجنیر میا جان عاطفي یې ملتیا کوله، له یادې پروژې څخه یې لیدنه وکړه او د تطبیق کوونکي شرکت مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې چارې په اساسي، معیاري او د تخنیکي اصولو مطابق پر مخ یوسي

ښاروال ټینګار وکړ، چې دوی به وخت پر وخت له یادې پروژې څخه د ښه معیاري او اساسي کار کولو په موخه څارنه کوي

د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې د مهترلام ښاروالۍ له لورې شاوخوا ۴۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې  ده
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS