په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
جوړول

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پُل د کټارو د رغونې او د اوبو د جریان د خلاصېدو چارې پیل شوې دي
نن د دغو کارونو د ښه کیفیت ډاډ ترلاسه کولو په موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت له یادو کارونو څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د ښاروال ترڅنګ د پنځمې ناحیې مدیر، محمد منیر فاروق هم حضور درلود
 ښاروال اړوندو مسؤولینو ته د معیاري او اساسي کار سپارښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې چارې باید په منظم شکل ترسره شي
د یادونې وړ ده چې د یادو کټارو په جوړیدو او د پُل په خلاصیدو سره به نه یوازې د یادې سیمې ښکلا نوره هم زیاته شي، بلکې د اوسېدونکو لپاره به د تګ راتګ اسانتیاوې هم برابرې شي او د اوبو د جریان ستونزه به تر ډېره هوارې شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS