نور کارموندنه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۵:۵۳
Background image

مهترلام ښاروالۍ دوه خالي بستونه اعلان ته وسپارل

مهترلام ښاروالۍ د کارونو د شفافیت او د وړتیا پر بنسټ د کار اهل کسانو د ګمارنې په موخه دوه خالي بستونه اعلان ته وسپارل

د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو مدیر عبدالواسع واحدي وایي، چې په دغو بستونو کې یو پنځم بست د تدارکاتو او بل شپږم بست تحصیلي مامور دی، چې په شرایطو برابر کسان کولای شي ورته نوم لیکنه وکړي

نوموړی زیاتوي، هر هغه اشخاص چې غواړي یادو بستونو کې نوملینکه وکړي د روانې جوزا ( غبرګولي) میاشتې له ۱۳مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د مهترلام ښاروالۍ کارکوونکو چارو له مدیریت څخه د غوښتنلیک فورمې ترلاسه کولای شي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق ټینګار کوي چې د ګمارنې پروسه به په

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۷:۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د دوو بستونو بریالي کسان اعلان شول

څه موده وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري اووم د باغوانۍ او اتم د تنظیف عملې بستونه اعلان ته سپارلي شوي ؤ چې ټولټال ۵۲ کسانو ورته نوملیکنه کړې وه
نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د ولایت مقام د تعین شوې کمېټې په حضور کې د یادو بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د ازموینې په پایله کې سمیع الله د ګل جان زوی د تنظیف عملې بست ته او عبدالحق د غلام سخي زوی د باغوانۍ بست ته بریالي اعلان شول
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د شفافیت او د وړتیا پر بنسټ د استخدام پروسې د تطبیق ډاډ ورکوي

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۷:۷
Background image

مهترلام ښاروالۍ دوه خالي بستونه اعلان ته وسپارل

مهترلام ښاروالۍ د کارونو د شفافیت او د وړتیا پر بنسټ د کار اهل کسانو د ګمارنې په موخه دوه خالي بستونه اعلان ته وسپارل

د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو مدیر عبدالواسع واحدي وایي، چې په دغو بستونو کې یو د اووم (۷) بست د باغبانۍ او بل د اتم (۸) بست د تنظیف عملې پورې اړه لري، چې په شرایطو برابر کسان کولای شي ورته نوم لیکنه وکړي

نوموړی زیاتوي، هر هغه اشخاص چې غواړي یادو بستونو کې نوملینکه وکړي د روانې حمل میاشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د مهترلام ښاروالۍ کارکوونکو چارو له مدیریت څخه د غوښتنلیک فورمې ترلاسه کولای شي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق ټینګار کوي چې د ګمارنې پروسه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د دوو انجنیري بستونو بریالي کسان اعلان شول

څه موده وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دوو انجنیري بستونو، (لابراتوار انجنیري) او (ډیزاین او براورد انجنیري)، لپاره ازموینه اخیستل شوې وه چې د پایلو له مخې د لابراتوار انجنیري بست ته صفت‌الله د حمیدالله زوی او د ډیزاین او براورد انجنیري بست ته محمدالرحمن د عزیزالرحمن زوی د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي اعلان شول

هغه کسان چې د یادې ازموینې په اړه کومه نیوکه یا شکایت لري، کولای شي تر درېیو کاري ورځو پورې خپل شکایتونه د لغمان ولایت د اصلاحاتو اداري ریاست ته وسپاري

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د شفافیت او د وړتیا پر بنسټ د استخدام پروسې د تطبیق ډاډ ورکوي

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۸:۱۰
Background image

مهترلام ښاروالۍ د ډیزاین او براورد انجنیري پنځم بست اعلان ته وسپاره

مهترلام ښاروالۍ د کارونو د شفافیت او وړتیا پر بنسټ کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د ډیزاین او براورد انجینرۍ پنځم بست اعلان ته سپارلی دی
د یاد بست لپاره هغه کاندیدان چې غواړي ازموینه ورکړي، باید لږ تر لږه په یاده برخه کې د لېسانس سند ولري
د یادونې وړ ده چې یاد بست ته د روانې عقرب میاشتې له ۷ مې تر ۱۸ مې نیټې پورې نوملیکنه کېږي. د نوم لیکنې فورمې د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو له مدیریت څخه ترلاسه کولای شئ

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۴:۲۸
Background image

مهترلام ښاروالۍ د لابراتوار انجینرۍ پنځم بست اعلان ته وسپاره

مهترلام ښاروالۍ د کارونو د شفافیت او وړتیا پر بنسټ د کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د لابراتوار انجینرۍ پنځم بست اعلان ته سپارلی دی
د یاد بست لپاره هغه کاندیدان چې غواړي ازموینه ورکړي، باید لږ تر لږه په یاده برخه کې د لېسانس سند ولري او اړینه کاري تجربه هم ورسره موجوده وي
د یادونې وړ ده چې یاد بست ته د روانې وږي میاشتې له ۳ مې تر ۱۳ مې نیټې پورې نوملیکنه کېږي.
هیره دې نه وي چې د نوم لیکنې فورمې د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو له مدیریت څخه ترلاسه کولای شئ

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۷:۵۷
Background image

مهترلام ښاروالۍ کار اهل کارته د سپارلو په موخه ۳ نوي بستونه د دوېیم ځل لپاره اعلان ته وسپارل

مهترلام ښاروالۍ د کارونو په شفاف ډول پر مخ بېولو او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه ۳ بستونه چې ۶ درجه ثبت املاک مامور بستونه دي، د دوېیم ځل لپاره اعلان ته وسپارل
د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو مدیر عبدالوسع واحدي وايي، هر هغه څوک چې غواړي په ۶ درجه بستونو کې امتحان ورکړي حد اقل باید د څوارلسم سند ولري او یا هم د هغه معادل له دیني مدرسو څخه فارغ وي او د اړوند وزارت د فراغت سند ولريد یادونې وړ ده چې یادو بستونو ته د روانې جدي میاشتې له ۱۸ مې تر ۲۵مې نیټې پورې نوملیکنه کېږي

هیره دې نه وي چې د نوم لیکنې فورمې د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو له مدیریت څخه ترلاسه کولای شي