د دویمې او درېیمې ناحیو لپاره د اداري تعمیرونو د جوړېدو داوطلبي ترسره شوه
مهترلام ښاروالۍ د خپلو پراختیايي پروژو په دوام، سږکال په پام کې لري چې د ښار د دویمې او درېیمې ناحیو لپاره اداري تعمیرونه جوړ کړي، چې په همدې موخه نن د یادې پروژې داوطلبي ترسره شوه
داوطلبي د ولایت مقام د ټاکل شوې کمېټې په حضور کې د څلورو ساختماني شرکتونو ترمنځ ترسره شوه، چې ګټونکی شرکت به د ارزیابۍ کمېټې له هر اړخیزې ارزونې او رسمي تائید وروسته اعلان شي
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د مهترلام ښاروالۍ له لوري په مهترلام ښار کې د یو شمیر پروژو چارې روانې دي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
