د ښار د نظم په موخه ښاري انظباتان خپلو دندو ته وهڅول شول
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښار د نظم او تنظیم په موخه د ښاروالۍ ښاري انظباتان خپلو دندو ته متوجه کړل او ټینګار یې وکړ، چې د ښار نظم او ښاري اصولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي
ښاروال وویل، چې ښاري انظباتان باید خپل مسؤلیتونه په جدي توګه ترسره کړي او د ښار په بېلابېلو برخو کې د نظم د ټینګښت لپاره هڅې زیاتې کړي
نوموړي همداراز د ښاري انظباتانو مدیر نورالله ته سپارښتنه وکړه، چې ټول انظباتان دې د ښاروالۍ په ټاکل شوي یونیفورم کې خپل فعالیتونه ترسره کړي، څو هم د نظم ښکارندويي وشي او هم د خلکو لپاره انظباتان معلوم اوسي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروال د ښاریانو لپاره د پاک چاپېریال ساتنې او ښاري نظم په موخه نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي ترڅو ښاریان په اسانۍ سره په ښار کې تګ راتګ وکړي
