د مهترلام ښاروالۍ ملکیتونو څخه لیدنه وشوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۷
لیدنه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي او د املاکو مدیر محمد اصف یې ملتیا کوله د لومړۍ ناحیې اړوند د ښاروالۍ له یو شمېر ملکیتونو څخه یې لیدنه ترسره کړه

د دې لیدنې موخه د ښاروالۍ د ملکیتونو د وضعیت ارزونه، د شته ستونزو ګوته کول او د خدماتو د ښه والي لپاره لازم تدابیر نیول وو

ښاروال په یادو ملکیتونو کې له شته کاروباریانو سره وکتل او هغوی ته یې سپارښتنې وکړې، چې د چاپېریال پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي او د ښاروالۍ شتمنۍ د امانت په توګه وساتي

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ښاروالۍ ملکیتونه د عامه شتمنیو برخه ده او ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی او باید په ښه شکل وساتل شي

همداراز، ښاغلي عتیق په دې لیدنه کې هغه ملکیتونه چې ترمیم ته اړتیا لري له نږدې وکتل او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ترمیم چارې دې په چټک او معیاري ډول پیل او بشپړې شي، ترڅو یاد ملکیتونه د ښاریانو د خدمت لپاره لا اغېزمن وکارول شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS