د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د سراج باغ ویاله پاکه شوه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۵:۲۰
تنظیف

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سراج باغ ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې له ویالې څخه کثافات، خځلې او خټې وایستل شوې او د اوبو بهیر عادي حالت ته راوګرځېد
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیع الله نیازي چې په یاده ساحه کې یې شتون درلود وې ویل، د ویالو پاکول د ښار د پاکوالي، د اوبو د منظم جریان او د چاپېریال ساتنې لپاره مهم رول لري، او دا ډول فعالیتونه به دوام ولري
یاده دې وي چې د ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکوونکي شپه ورځ د ښار د پاکوالي او نظم لپاره هڅې کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS