د پنځمې ناحیې اړوند د اول ګذر لپاره نوی ګذر وکیل وټاکل شو

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۵:۲۸
وکیل ګذر

د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل له مخې، په هر ګذر کې د درې کلونو لپاره یو ګذر وکیل ټاکل کېږي. په همدې موخه، د مهترلام ښار د یو شمېر ګذر وکیلانو دندې پای ته رسېدلې او د اوسېدونکو په رضایت او غوښتنه نوي ګذر وکیلان ټاکل کېږي

په همدې لړ کې شاهدالله فیضي د فیض محمد زوی د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند د اول ګذر د وکیل په توګه وټاکل شو

د نوموړي د معرفت په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و

په مراسمو کې د ښاري حکومتولۍ مسؤلینو له لوري شاهدالله فیضي ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه، چې خپلې چارې د نافذه قوانینو او اصولو له مخې پرمخ یوسي
په پای کې نوي ټاکل شوي ګذر وکیل د مهترلام ښاروالۍ له ریاست مقام او د سیمې له اوسېدونکو مننه وکړه، چې پر ده یې باور کړی او نوموړی یې د ګذر وکیل په توګه ټاکلی دی
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د خپل توان مطابق به د سیمې خلکو ته په اخلاص او صداقت خدمت کوي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS