د مهترلام ښار له یو شمېر هوټلونو څخه د پاک چاپېریال په موخه څارنه وشوه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۵:۵۶
هوټل

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري په مشرۍ، چې د ښاري خدماتو مدیر اکرام الله سلیمي او د مارکیټونو مامور حقمل ایوبي یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار له یو شمېر هوټلونو څخه د پاک چاپېریال ساتنې او ښاري نظم په موخه څارنه ترسره شوه

د ښاري حکومتولۍ آمر وویل، چې یاده څارنه د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ ترسره شوه، ترڅو په هوټلونو کې د نظم، نظافت او صحي اصولو عملي کېدو ته پاملرنه وشي

نوموړي د هوټلونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې کارکوونکي دې په ځانګړي لباس فعالیت وکړي او د خپل کاري چاپېریال پاکوالي ته دې جدي پاملرنه وکړي
هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د هوټلونو څارنه به دوامداره وي او له اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي

د یادونې وړ ده، چې یاده څارنه د ښاریانو د شکایتونو له امله پیل شوې او تر هغه به دوام ولري، څو ټول هوټلونه د ښاري نظم او صحي اصولو مطابق خپلې چارې پرمخ یوسي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS