د مهترلام ښاروالۍ کارمندانو ته د اسنادو د محفوظ کولو په موخه یو ورځنی سمینار ورکړل شو
د افغانستان د امارتي محفوظ اسنادو چاپ شرکت مسؤلینو او تخنیکي ټیم د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو، جوازونو او صفایۍ اړوندو آمرینو، مدیرانو او مامورینو ته د اسنادو د محفوظ کولو (مصؤنسازۍ) د نښو او ځانګړتیاوو د پېژندنې په موخه یو معلوماتي سمینار ورکړل شو
یاد سمینار د محفوظ او غیر محفوظ اسنادو د توپیر او په ادارو کې د دغو اسنادو د کارونې په موخه جوړ شوی و
د سمینار په ترڅ کې د اسنادو د محفوظ کولو په اړه پریزنټېشن وړاندې شو او د شرکت تخنیکي ټیم د ځانګړو تخنیکي وسایلو په مرسته د محفوظ اسنادو د پېژندنې عملي بېلګې هم ګډونوالو ته وښودلې
دا پروسه چې د ریاستالوزرا د مقام د حکم پر بنسټ پیل او تعقیبېږي، د مهترلام ښاروالۍ د مسؤلینو له تود هرکلي سره مخ شوه
مسؤلینو ژمنه وکړه چې د اسنادو د محفوظ کولو د بهیر د لا ښه پلي کېدو لپاره به هر ډول لازمې همکارۍ ترسره کړي
