په پنځمه ناحیه کې د استنادي دیوال د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو
مهترلام ښاروالۍ له خپلې داخلي بودیجې د پنځمې ناحيې ترڅنګ هغه استنادي دیوال چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له آمله تخریب شوی وو، د رغولو چارې يې ترسره کوي، چې نن په همدې موخه د یادې پروژې قرارداد د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق له لوري په داوطلبۍ کې ګټونکي شرافت رؤف ودانیز شرکت مسؤل سره لاسلیک کړ
مهترلام ښاروال د قرارداد د لاسلیک پر مهال د شرکت مسؤل ته سپارښتنه وکړه، چې یاده پروژه د منظور شوي پلان له مخې په معیاري، اساسي او ټاکلي وخت ترسره کړي
د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د روان کال په ترڅ کې د ښار د پراختیا او ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د بیارغونې ګڼ شمېر پروژې په پام کې نیولې دي، چې چارې به یې په پرلپسې ډول پیل او عملي شي
