د سبزي او میوې ټولګي له استازو سره لیدنه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۵:۶
لیدنی

مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي د یادو ټولګیو استازي خپل دفتر ته رابللي ول.
د ښاروال په وینا ښاروالۍ او ښاریان د یو وجود غړي دي. ښاروالۍ دماغ او ښاریان زړه دي. دواړه د یوه وجود د ژوندي ساتلو لپاره په شریک ډول کار کوو. د ترقۍ ضد عناصرو تل هڅه کړې چې دغه وجود سره جلا او لمنځه یوسي؛ خو موږ باید پر خپل عالي فکر د دغه وجود درملنه وکړو.
د بازار تنظیم د ژوندانه له پرمختللو اصولو څخه دی، په همدې موخه ستاسو په غوښتنه موږ تاسو ته د مېوې او سبزي پراخ د شاو خوا ۳۰۰ هټېو عصري مارکیټ جوړ کړ، ژر به یې تاسو ته په واک کې درکړو.
زموږ هیله له تاسو څخه دا ده چې د بازار په تنظیم کې له خپلې ښاروالۍ سره فعاله ونډه واخلئ.

 

مهترلام ښاروالۍ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۵۰
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۴
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS