د کرونا ویروس د مخنیوی په اړه ناسته

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱/۹ - ۵:۴
ناسته

 جمعې ماښام د حمل د ماشتی اتمه نیټه مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي د ښاروالۍ آمرینو او مدیرانو سره د ښاروالۍ په انګړ کې ناسته لرله.

مهترلام ښاروال، امرینو او مدیرانو ته نوی دندې ورکړې. سپارښتنه او تاکید یې پرې دا و چې دا مهال مهترلام ښاریان ډېرو خدماتو ته اړ دي؛ شپه او ورځ کار وکړئ، درنو ولسونو ته پر وخت خدمات وړاندې کړئ.

د ښاري حکومتولۍ آمریت ته یې دنده وسپارله چې سر له سبا د ښار په ټولو کورنیو د ښاروالۍ نوی چاپ شوې بروشرې چې د کرونا وایرس د مخنیوي ټولې لارې چارې پکې موجود دي، په ښار کې په کورنیو وویشي.

نوټ: بروشرې ولسوالیو ته هم لېږو، تر څو د لغمان ټول خلک د دې وایرس د مخنیوي لارې وپیژني او خلک مو له دې وایروس څخه په امن کې شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۴:۴۳
Background image

د مهترلام ښاروالۍ پخواني ښاروال د ښاروالۍ له پرسونل سره مخه ښه وکړه

د مهترلام ښاروالۍ پخواني ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، چې تازه د ریاست الوزراء د حکم له مخې د کنړ ولایت د اسعداباد ښاروالۍ د ښاروال په توګه ټاکل شوی، د مهترلام ښاروالۍ له آمرینو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۴:۳۶
Background image

مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پرسونل سره د معرفت غونډه ترسره کړه

د ریاست الوزراء د حکم له مخې د مهترلام ښاروالۍ لپاره د نوي ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي د ښاروالۍ له آمرینو، مدیرانو او مامورینو سره د یوې غونډې په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ لپاره نوی ښاروال معرفي شو

د ریاست الوزراء د (۶۴۴۰) شمېرې حکم له مخې د مهترلام ښاروالۍ ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د کنړ ولایت د اسعداباد ښاروالۍ د ښاروال په توګه وټاکل شو او د اسعداباد ښاروال الحاج مولوي. . .

BACK TO NEWS