د ګذر ولسي خبرې اترې!

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۲:۱۲
مهترلام ښاروال

دغه غونډه د سیمه ایزو ارګانونو د اداري د ښاروالیو چارو معنییت دښاري حکومتوالۍ عمومي رياست د هدایاتو په اساس نن په مهترلام ښاروالۍ کې ترسره شوه چې د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي سربیره د پوهنې ریاست مرستیال صلاح الدین خالد، د روغتیا ریاست استازي ډاکټر محمد طالب صافي، د اوبو رسولو امر روح الله امین، د مخابراتي خدماتو ولایتي استازي کفایت الله ولسمل، د مهترلام ښاروالۍ مشورتي بورد غړو، د ګذر وکیلانو، ځوانانو، د مدني

 

ټولنو استازو او ژورنالیستانو پکې ګډون درلود

ولسی خبرې اترې

د یادې غونډې د پرانستې وینا مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي وکړه، د غونډې اهداف یې ګډونوالو ته تشریح کړه او ترڅنګ یې د مهترلام ښاروالۍ په کړنو رڼا واچوله.

مهترلام ښاروال په خپلو خبرو کې وویل: دا چې مهترلام ښاروالۍ د څو ځله د افغانستان په سطحه ښه امتیاز اخستی او ښه خدمات یې ولسونو ته وړاندې کړي دي او زه او زما کاري پرسونل دغه خدماتو ته ژمن یو، مهترلام ښاروالۍ د ولسونو کور ده، موږ ولس او مهترلام ښاریانو ته په ډاډه زړه خدمات وړاندې کوو او نورو ټولو اداراتو مو هیله ده چې د ولسونو ستونزو او اولیتونو ته رسیدنه وکړي او هر حقه غږ ته یې لبیک ووایي.

ورپسې د پوهنې ریاست مرستیال صلاح الدین خالد په خپلو کړو خدماتو رڼا واچوله او ولس سره یې شریک کړه او له ولسه یې غوښتنه وکړه چې په یاده برخه کط ورسره همکاري وکړي.

وروسته د روغتیا ریاست استازي، د اوبو رسولو امر او د مخابراتو ولایتي استازي په خپلو کړو خدماتو رڼا واچوله او د تیرو څو کلونو کړنې یې له ولسونو سره شریکې کړې، په دغو معلوماتو کې د یادو ادارو ښه خدمات او د هغوۍ ستونزې هم شاملې وې.

له اجنډا سره سم د غونډې په دویمه برخه کې د ګذر د وکیلانو، د مدني ټولنو له استازو، مشورتي بورد غړو او د رسنیو د استازو له لوري یو شمیر غوښتنې، پوښتنې، نظریاتو د اداراتو له مسولینو سره شریک شول چې په ورته وخت کې ورته د مسولینو له لوري مثبت ځوابونه وویل شول او له هغه ستونزې چې په اداراتو کې وې، د حل په موخه یې ولسونو ته ډاډ ورکړل شو.

پای کې راغلو ولسونو د مهترلام ښاروالۍ له رهبرۍ مننه وکړه چې له چارواکو سره یې د ولسونو د مخامخ خبرو اترو غونډه برابره کړې ده او خپلې ستونزې یې برای راست له چارواکو سره شریکې کړې.

غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۴:۴۳
Background image

د مهترلام ښاروالۍ پخواني ښاروال د ښاروالۍ له پرسونل سره مخه ښه وکړه

د مهترلام ښاروالۍ پخواني ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، چې تازه د ریاست الوزراء د حکم له مخې د کنړ ولایت د اسعداباد ښاروالۍ د ښاروال په توګه ټاکل شوی، د مهترلام ښاروالۍ له آمرینو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۴:۳۶
Background image

مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پرسونل سره د معرفت غونډه ترسره کړه

د ریاست الوزراء د حکم له مخې د مهترلام ښاروالۍ لپاره د نوي ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي د ښاروالۍ له آمرینو، مدیرانو او مامورینو سره د یوې غونډې په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ لپاره نوی ښاروال معرفي شو

د ریاست الوزراء د (۶۴۴۰) شمېرې حکم له مخې د مهترلام ښاروالۍ ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د کنړ ولایت د اسعداباد ښاروالۍ د ښاروال په توګه وټاکل شو او د اسعداباد ښاروال الحاج مولوي. . .

BACK TO NEWS