د سیمه اییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي مشر له مهترلام ښاروال سره ژمنه ورکړه چې د مهترلام ښاروالۍ تشویقي بودیجه به درې برابره کړي.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۵:۲۷
شاروال مهترلام

مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزي د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوۍ رئیس شمیم خان کټوازي سره لیدنه وکړه او د لیدنې پر مهال یې د مهترلام ښار د ولسونو ستونزې، وړاندیزونه او د مهترلام ښار ټول جغرافیايي معلومات یې ورسره شریک کړه.

مهترلام ښاروال د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له عمومي مشر څخه غوښتنه وکړه ترڅو مهترلام ښار ته خاصه توجه وکړي، د مهترلام ښار ولسونو ته کاري فرصتونه برابر کړي، د مهترلام ښاروالۍ سره د تشویقي بودیجې په برخه کې زیاتوالی راولي او ترڅنګ یې د کارموندنې د برنامي کاري ساحه پراخه کړي.

د سیمه اېیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم خان کټوازي د مهترلام ښاروال د غوښتنو او وړاندیزونو سره سم وویل: ((د مهترلام ښاریانو ته به په مختلفو برخو کې کاري فرصتونه برابر کړم، د مهترلام ښاروالۍ تشویقي بودیجه به له دې وروسته درې برابره شي، د ښاري پراختیا ترڅنګ به د کارموندنې د برنامي بودیجه هم درې برابره کړم)).

ښاغلي کټوازي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: مهترلام ښار د افغانستان په سطحه یو له هغو ښارونو څخه ده چې منظم ماسټر پلان لري، ځانګړی اداري کمپلیکس لري او په معیاري ډول ورته خدمات ترسره شوي دي.

په ورته مهال مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزي د سیمه ایزو ارګانونو د ادارې له عمومي مشر څخه مننه وکړه چې شویو وړاندیزونو ته یې لبیک وویلې او د مهترلام ښار د ولسونو غوښتنې یې په ورین تندي ومنلې او د کاري فرصتونو د برابرولو ژمنه یې وکړه.

په درنښت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS