مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي، د لغمان ولايت د ايزيکار یا کارموندنې پروګرام د مسولينو په ملتیا د ښاروالۍ مشورتي بورډ سره ناسته وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۵:۳۷
شاروالی مهترلام

په دې ناسته کې مهترلام ښاروال د بورډ استازو ته هرکلی ووایه او مهترلام ښاروالۍ سره يې د دوی د همکارۍ له امله يې مننه وکړه.

ښاروال د کارموندنې پروګرام اړوند د مشورتي بورډ غړو ته معلومات ورکړل او د کارموندنې پروګرام يې د مهترلام ښار لپاره يو ښه خدماتي فرصت یاد کړ.

ورپسې د کارموندنې پروګرام مشر مشعل شېرالله قیومي د خپلو ترسره کړو چارو په اړه د ښاروالۍ مشورتي بورډ غړو سره خپل ګزارش شريک کړ او په یو شمېر برخو کې يې د مشورتي بورډ مرسته وغوښتله.

د مهترلام ښاروالۍ مشورتي بورډ غړو د مهترلام ښاروالۍ له مقام څخه مننه وکړه، چې په مهمو مسايلو کې د دوی مشورو ته لومړيتوب ورکوي او د دوی نظريات ‌مهم ګڼي.

مشورتي بورډ د کارموندنې پروګرام هرکلی وکړ او نوموړي پروګرام سره يې د زياتې همکارۍ ژمنه وکړه.

۱۴۰۰/۲/۲۸

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۵۰
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۴
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS