د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ښاروالیو مرستيال ښاغلي ډاکټر صبغت الله، ولس او ولايتي ادارې ته د لغمان ولايت د نوي والي ښاغلي عبدالولي واحدزي له پېژندنې وروسته مهترلام ښاروالۍ څخه ليدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۵:۴۹
شاروالی مهترلام

په دې لیدنه کې ښاغلي مرستيال لومړی مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي سره وکتل؛ ښاغلي رحمت زي د ښاروالیو مرستيال ته هرکلی ووایه او بيا یې د ښاروالۍ اړوند ډيزاين شوې برنامې، لاسته راوړنې، ستونزې او غوښتنې، ښاغلي مرستيال سره شريکې کړې.

د ښاروالیو مرستيال، د مهترلام ښاروالۍ اړوند، ددې ښاروالۍ له مشر مجاهد رحمت زي څخه، د ښار د انکشاف، سمسورونې، عصري کولو او معياري کولو په موخه وړانديزونه، ستونزې او لاسته راوړنې واوريدې، د ډيزاين شوو برنامو هرکلی یې وکړ، د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ او د ترسره شوو، چارو يې ستاېنه وکړه.

ورپسې ډاکټر صبغت الله د مهترلام ښاروالۍ اداري پرسونل سره هم وکتل، د‌وی سره يې پر لاسته راوړنو او ستونزو بحث وکړ.

د ښاروالیو مرستيال ‌اداري پرسونل زيات کار کولو ته وهڅوه، کاري برخه کې يې ورته مسلکي لارښوونې وکړې او د وطن په ابادۍ کې یې د دوی رول مهم وباله.

په پای ښاغلي مرستيال، د مهترلام ښاروال په ملتيا د کارموندنې پروګرام له مسولینو سره هم وکتل او دوی يې د‌ کارموندنې برنامې غوره تطبيق لپاره تشويق کړل او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS