په نویو تنویري پایو د ښار د ښکلا په موخه بېرغونه ولګول شول

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۷:۴۰
د بيرغونو لګول

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د سلطان غازي بابا ښارګوټي دروازې څخه تر شهید عبدالله پښتون چوک پورې د څه کم ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۸ برېښنايي تنویري پايي لګول شوي، چې اوس مهال یاده عمومي لاره په بشپړه توګه دشپې له خوا ورسره روښانه وي
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت د پایو د ښې ساتنې او ښکلا په موخه د رنګ کولو چارو ترڅنګ د نويو بېرغونو د لګولو کارونه هم پشپړ کړي دي، چې د بېرغونو په لګولو سره د یادو پایو ښکلا لا پسې زیاته شوې ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS