د مهترلام ښاروالۍ د پروژو له قراردادیانو سره د کارونو د ښه کیفیت په اړه ناسته ترسره شوه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۱۸
مجلس

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښاروالۍ د پروژو د تطبیق او کیفیت لوړولو په موخه یوه مهمه ناسته د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمر انجنیر زاهد الله مجددي په مشرۍ ترسره شوه، چې د تخنیکي او مسلکي امریت د انجنیري عمومي مدیر محمد عارف سهاک ترڅنګ د یاد مدیریت انجنیرانو د ښاروالۍ اړوند پروژو قراردادیان پکې ګډون کړی وو
په یاده ناسته کې د پروژو د تطبیق پر څرنګوالي، د کیفیت ساتلو، پر وخت بشپړولو او د تخنیکي معیارونو مراعاتولو باندې بحث وشو.
 انجنیر زاهد الله مجددي پر قراردادیانو غږ وکړ چې خپلې پروژې باید د منظور شوي ډیزاین، مشخصاتو او تخنیکي اصولو مطابق تطبیق کړي او له هر ډول کم‌کارۍ او بې‌کیفیته کارونو ډډه وکړي
ښاغلي مجددي ټینګار وکړ چې ښاروالۍ به د پروژو څارنه لا جدي کړي او د کیفیت پر وړاندې هېڅ ډول غفلت به ونه زغمي
نوموړي زیاته کړه چې ښاریان د ښې حکومتولۍ، شفافیت او ښاري خدمتونو لوړ کیفیت ته هیله‌مند دي، نو اړینه ده چې ټول اړوندې خواوې په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي
د ناستې په پای کې قراردادیانو د ښاروالۍ له لورې د تخنیکي لارښوونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پروژو د تطبیق پر مهال به ټولو تخنیکي معیارونو ته ژمن پاتې کېږي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۱:۴
Background image

د دریمې ناحیې بېلابیلو ساحو څخه د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دریمې ناحیې اړوند R3 او R4سیمو له مختلفو ساحو څخه د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۱۴
Background image

ټولو دوکاندارانو ته د کرايو او باقیاتو پر وخت تحویلولو سپارښتنه وشوه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي او د عوایدو مدیر نکت الله عزیزي په حضور کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS