صدرالدین په څه باندې ۳۲ زره افغانۍ ګټونکی وشمېرل شو

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۲:۱۹
مزايده

د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوي کمیټې په حضور کې د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيي اړوند د زړې ښاروالۍ د تعمیر غرب خواته او د ابن سینا ترڅنګ د مارکیټ مزایده ترسره شوه چې صدرالدین د صاحب الدین زوی د میاشتې په ۳۲ زره او ۶۵۰ افغانۍ ګټونکی وشمېرل شو
یاده مزایده د مهترلام ښاروالۍ مالي او اداري امریت کې د درېیو داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه، چې صدرالدین پکې د لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی اعلان شو
نوموړی شخص به له قرارداد کولو وروسته هره میاشت ۳۲ زره او ۶۵۰ افغانۍ عواید د مهترلام ښاروالۍ بانکي اکاونټ ته ور اضافه کوي.
د یادونې وړ ده چې د تیرکال په پرتله سږکال د یاد مارکیت په عوایدو کې هره میاشت څه باندې ۴ زره افغانۍ زیاتوالی راغی

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS