د مهترلام ښار د ښاري ساحې د ۵۲ ونو د پلورلو مزایده ترسره شوه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۱:۵۹
مزايده

د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوي کمیټې په حضور کې د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيي اړوند ښاري ساحه کې د ښاروالۍ د ۵۲ ونو د پلورولو مزایده ترسره شوه چې زمری د الله محمد زوی د ۱۲۰ زره افغانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو
یاده مزایده د تدارکاتو د قانون مطابق د مهترلام ښاروالۍ مالي او اداري امریت کې د ۸ داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه، چې زمری خان پکې د ډیر نرخ ورکولو له امله ګټونکی اعلان شو
نوموړی به د ونو له پرې کولو وړاندې د مهترلام ښاروالۍ بانکي اکاونټ ته ۱۲۰ زره افغانۍ عواید ور اضافه کوي او بیا به ورته د ونو پرې کولو اجازه کېږي
د یادونې وړ ده چې له یادې مزایدې وړاندې ټولو داوطلبانو ته د ونو پرې کولو په اړه چې کومه شرط پاڼه جوړه شوې وه تشریح کړل شوه، ترڅو د یادې شرط پاڼې مطابق خپل چاره ترسره کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS