د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د لومړۍ او دویمې ناحیو کثافاتو راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۴:۴۹
د ښار پاکوالی

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف مدیریت د ښاري چاپېریال د پاکوالي او ښې ښکلا د تامین په موخه خپلې منظمې هڅې دوامدارې ساتلي، او د همدې لړۍ په دوام کې، د ښاروالۍ زیارکښ تنظیف کارکوونکو د لومړۍ او دویمې ناحیو څخه د کثافاتو راټولولو او انتقال چارې په بریالیتوب سره ترسره کړې په یاده چاره کې سلګونه کیلوګرامه جامد کثافات چې د ښاري ژوند د ګڼه‌ګوڼې له امله راټول شوي وو، د مشخصو موټرو په واسطه یو ټاکل شوي، خوندي او له ښار څخه لرې ځای ته انتقال او هلته په صحي ډول دفن شولدغه چاره د ښار د پاکوالي، د ساري ناروغیو د مخنیوي او د ښاري فضا د ښېګڼې په موخه ترسره شوه، ترڅو د مهترلام ښاریان له یو پاک، روغ او منظم محیط څخه برخمن شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS