په پنځمه ناحیه کې د ښاري خدمتونو د ښه‌والي په موخه د کورونو ثبت سروې جریان لري

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۵۸
سروې

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د لا ښه‌ والي او د صفایي محصول د دقیق ثبت په موخه، د پنځمې ناحیې مدیریت د استوګنیزو کورونو د ثبت سروې پیل کړې ده

د پنځمې ناحیې مدیر، محمد منیر فاروق، چې خپله د یو ګډ تخنیکي ټیم په ملتیا دغه سروې پرمخ وړي، وایي: "یاده سروې د ښاروالۍ د انکشافي پلانونو په رڼا کې ترسره کېږي، څو د صفایي محصول ټولول په شفاف، منظم او اغېزمن ډول ترسره شي."

هغه زیاته کړه چې تر دې دمه د پنځمې ناحیې ۳۰۵ کورونه سروې او ثبت شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده. د ده په وینا، د یادې ناحیې ټول کورونه به په ترتیب سره سروې او ثبت شي

د دې سروې په بشپړېدو سره به د صفایي محصول ټولې چارې معیاري شي او د ښاریانو د ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې به د لا زیات شفافیت او اسانتیا سبب وګرځي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS