ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې د پلو لارو د خلاصون آشر ترسره کړ

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۶:۲۶
کمېسيون

یاد کمېسیون چې د لومړۍ ناحيې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ برابر شوی وو، د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک، د ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو، د ښاروالۍ یو شمیر مدیرانو او مامورینو پکې ګډون کړی وو

کمېسیون د ښار صرافي مارکیټ او د محکمې شاوخوا د پلو لارو په ساحه کې هغه دوکاندارانو او هټیوالو چې په غیرې قانوني توګه په ترپالونو، چترۍ ګانو او نور شیانو باندې پلې لارې بندې کړې وې د ښاریانو پرمخ خلاصې کړې

د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي" ټولو دوکاندارانو او هټیوالو ته خبرداری ورکړ چې د پلو لارو خلاصون ته په جدي توګه پام وکړي، که هر چا لاره بنده کړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري

د یادونې وړ ده چې هر وخت د مهترلام ښاروالۍ له لوري ښاریانو ته د  لارو د خلاصون په موخه د ګډ کمېسیون له لوري اشر  ترسره کېږي، ترڅو ښاریان په آرامه په ښار کې تګ راتګ وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS