اسد الله ۱۳۷۵۰ افغانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکی شو

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ولایت مقام د تعین شوي کمېټې په حضور کې نن د مهترلام ښار د مخې او د سبزي مارکیټ د تهجايي مزایده ترسره شوه، چې اسد الله د سیمع جان زوی د ۱۳۷۵۰ افعانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو
یاده مزایده د تدارکاتو د قانون مطابق په ټاکلي وخت د ۸ داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه چې اسدالله پکې ګټونکی شو
اسدالله به له قرارداد کولو وروسته د بازار د مخې او سبزي مارکیټ د تهجايي له درکه هره ورځ د مهترلام ښاروالۍ بودجې ته ۱۳۷۵۰ افغانۍ اضافه کوي
که په یاده مزایده هرڅوک نیوکه لري کولای شي له نن څخه تر ۷ ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د مهترلام ښاروالۍ تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري