د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د یو ګډ کمېسیون له لوري نن د ښار په مرکزي سیمو کې د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو
یاد کمېسیون د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، چې د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري، تخنیکي او مسلکي امر انجنیر زاهد الله مجددي، د ترافیکو مدیریت او د لومړۍ امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا عملي شو
د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل، دوی نن د ښار په مرکزي ساحو کې یو پراخ د پلو لارو د خلاصون کمېسیون چارې ترسره کړې. په دې لړ کې هغه هټۍ وال او دوکانداران چې د خپلو جنسونو په اېښودلو سره یې د تګ راتګ لارې او د ویالو سرونه بند کړي وو، ټول په بشپړ ډول خلاص کړل شول
نوموړی وایي، د پلو لارو د خلاصون دا ډول کمېسیونونه به په دوامداره ډول ترسره کېږي، څو د ښار ترافیکي بهیر منظم او د ښاریانو د تګ راتګ لارې پرانستې پاتې شي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ د ښار نظم او پاکوالي ته ژمنه ده او په ورځني ډول خپل فعالیتونه ترسره کوي