په مهترلام ښار کې د تیلو پمپ استیشن د جوړولو لپاره آفر پرانیستل شو

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۵۵
جوړول

د مهترلام ښاروالۍ له لوري په پنځمه ناحیه کې ، د کابل ـ جلال آباد هډې ترڅنګ د موټر چلوونکو د سهولت او د ښاروالۍ د عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه معیاري د تیلو پمپ استیشن د جوړولو چارې پیل کېږي
د یادې پروژې ترڅنګ به موټرشويي، د اوبو څاه او د فاضله موادو د ایستلو څاه ګانې هم جوړې شي

په همدې موخه د داوطلبۍ پروسه د ولایت مقام د ټاکل شوې کمیټې او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په حضور کې ترسره شوه، چې په کې شپږو داوطلبانو ګډون کړی و

 د ولایت مقام د ارزیابۍ کمیټې له تائید وروسته به ګټونکی شرکت اعلان شي او له هغه سره به د قرارداد لاسلیک ترسره شي

یاده دې وي چې د تیلو دغه پمپ استیشن به د ښاریانو لپاره د آسانتیاوو ترڅنګ د ښاروالۍ د عوایدو د زیاتوالي یوه مهمه سرچینه هم وګرځي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۳
Background image

د درېیمې ناحيي اړوند ار سی ګذر لپاره نوی ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ عمومي ریاست د طرزالعمل مطابق ښاغلی محمد قاسم (غریب) د امیر محمد زوی د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند R3 ګذر اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۵۵
Background image

په مهترلام ښار کې د تیلو پمپ استیشن د جوړولو لپاره آفر پرانیستل شو

د مهترلام ښاروالۍ له لوري په پنځمه ناحیه کې ، د کابل ـ جلال آباد هډې ترڅنګ د موټر چلوونکو د سهولت او د ښاروالۍ د عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه معیاري د تیلو پمپ استیشن د جوړولو چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

د مشرتابه د فرمانونو د عملي کولو او تعقیب په موخه د چارو ادارې پلاوي له مهترلام ښاروال سره وکتل

د مشرتابه د فرمانونو د عملي کولو او تعقیب په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست څخه راغلي پلاوي د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره وکتل
په دې لیدنه کې پلاوي د. . .

BACK TO NEWS