د قبایلو ریاست مخې ته د پلو لارو د جوړولو، د کټارو او برېښنايي تنویري پایلو د لګولو چارې په چټکۍ روانې دي
د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لغمان ولایت د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د پلو لارو د جوړولو، د کټارو او برېښنايي تنویري پایلو د لګولو چارې په چټکۍ روانې دي، چې تر اوسه یې ۷۰% سلنه کارونه بشپړ شوي دي
یاده پروژه چې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت تمویلیږي، په ورځني ډول شاوخوا ۱۵ کسانو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وخت پر وخت د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو په ملتیا له پروژې څخه څارنه کوي او د کار د ښه کیفیت په موخه ټینګار کوي
ښاروال وايي، د یادې پروژې په بشپړیدو سره به له یوه اړخه د یادې سیمې ښکلا زیاته شي او له بله پلوه به د خلکو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې برابر شي
د یادونې وړ ده چې دا مهال د مهترلام ښاروالۍ له لوري په ښار کې د پنځو بیارغنیزو پروژو چارې روانې دي، چې له لارې یې ګڼو ښاریانو ته د کار زمینه برابره شوې ده
