په مهترلام ښاروالۍ کې د ۱۴۰۴ مالي کال بودیجې او عایداتي پروژو پر لومړیتوب بحث وشو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره مهمه اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې د تیرې اداري مجلس پرېکړې وارزول شوې، د روانو چارو راپورونه وړاندې شول او د ۱۴۰۴ مالي کال د بودیجې د ترتیب او تطبیق په اړه مفصل بحث وشو
په ناسته کې هر آمر او مدیر د خپلې برخې د ترسره شویو دندو راپور وړاندې کړ، او د روانو ستونزو او پرمختګونو په اړه یې څرګندونی وکړې
ښاروال ښاغلي شهامت په خپلو خبرو کې وویل: "د ۱۴۰۴ مالي کال بودیجه باید اړتیاوو پر بنسټ وکارول شي، او لومړیتوب باید هغو پروژو ته ورکړل شي چې عواید رامنځته کوي او د ښار اقتصاد پیاوړی کولی شي." نوموړي ټینګار وکړ چې عایداتي پروژې نه یوازې د ښار مالي خودکفايي ته لاره هواروي، بلکې د ښاري خدمتونو د پراخوالي زمینه هم برابروي
ښاروال همداراز له ټولو امرینو وغوښتل چې د شفافیت، حساب ورکونې، او ښې همغږۍ پر بنسټ خپلې چارې مخ ته یوسي
د ناستې په پای کې اړوند امریتونو او مدیریتو ته مشخصې دندې وسپارل شوې، ترڅو د بودیجې پر بنسټ پرې کار وکړي