د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري چې مشري یې مامور عزت الله نیازي کوله د مهترلام ښار د یو شمیر ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
په یاده پاکونه کې له ویالو او پلچکونو څخه خټې، خځلې او کثافات راویستل شول او د اوبو بهیر عادي حالت ته راوګرځید
یاده چاره هر وخت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ښار د پاکوالي او کثافاتو د راټولولو په موخه ترسره کېږي
