د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

web_admin
Sun, Jan 11 2026 10:43 AM
پاکوالی

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور ریحان‌الله اریان په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالو او پلچکونو څخه ټول کثافات راوویستل شول او همداراز هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شوې

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي

Latest news

Sun, Jan 11 2026 10:43 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال او د. . .

Sat, Jan 10 2026 9:15 AM
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ د ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې د اجرایه ماموریت له لوري د تېر. . .

Thu, Jan 08 2026 6:38 AM
Background image

مهترلام ښاروالۍ د درېیو ربعو د حساب ورکوونې معلوماتي غونډه ترسره کړه

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ د روان کال د پیل راهیسې تر دې دمه د خپلو کړو فعالیتونو، د لومړۍ، دوهمې او دریمې ربعې د عوایدو د راټولولو او ترسره کړیو پروژو اړوند ددې ولایت ولسونو سره د حساب. . .

BACK TO NEWS