د کارونو په ښه کیفیت ټینګار وشو
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د یو نيم میلیون افغانیو په ارزښت د لغمان د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د سرک دواړو خواوو د پلو لارو د جوړولو، د کټارو نصبولو او د برېښنايي تنویري پایو د لګولو چارې پیل شوي، چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د کارونو د ښه کیفیت په موخه ترې لیدنه وکړه
ښاروال د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې ټول کارونه دې په اساسي، معیاري او د تخنیکي اصولو مطابق ترسره کړي
نوموړي زیاته کړه، چې د پروژې د لا ښه تطبیق لپاره یې د ښاروالۍ د مسلکي انجنیرانو ترڅنګ د ښار او کور جوړونې برخې انجنیران هم په ګډ نظارت ګمارلي، څو د کار ټول پړاوونه په مسلکي توګه وڅارل شي
د یادونې وړ ده چې دا پروژه د ښاروالۍ د هغو درې بیارغونې پروژو له ډلې ده چې دا مهال په مهترلام ښار کې عملي کېږي او ګڼو ځایي خلکو ته یې د کار کولو فرصتونه برابر کړي دي
