لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شو

web_admin
Thu, Dec 04 2025 8:26 AM
سرک

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند دویمې ناحیې "حاجيانو کلي" کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک په اساسي شکل جوړ او نن رسماً د ترافیکو پر مخ پرانېستل شو

د یاد سرک د پرانستې پر مهال د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت ترڅنګ، د سرې میاشتې رئیس مولوي ولي الله وقار، د ښاروالۍ آمرینو، یو شمیر مدیرانو، د یادې سیمې ګذر وکیل او ولسي خلکو ګډون کړی وو

 مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل "یاد سړک ۳۶۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره پراخوالی لري چې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د یوولس میاشتو په موده کې په کانګریټي ډول جوړ او ۶۰۰ کورنیو ته یې د تګ راتګ زمینه برابره کړه"
هغه همداراز زیاته کړه چې په یاده پروژه کې په ورځني ډول شاوخوا ۴۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې وه

د رڼا څرک شرکت نماینده بشېر سائل وویل، یاد سرک یې په اساسي او معیاري شکل جوړ کړی او خلک کولای شي چې په اسانۍ سره پرې تګ راتګ وکړي

د سیمې اوسېدونکو رسنیو سره په خبرو کې وویل چې پخوا یې پر یاده لار تګ راتګ ستونزمن و، خو اوس یې په جوړیدو سره ددوی ستونزې حل شوې، هغوی د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل او مننه یې وکړه چې د ښاریانو لپاره یې په بیلابیلو برخو کې سهولتونه رامنځته کړي دي

د یادونې وړ ده چې دا د حاجیانو د سرک لومړۍ پاس چارې وي د دویم پاس چارې به یې هم سږکال ترسره شي

Latest news

Thu, Dec 04 2025 8:26 AM
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شو

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند دویمې ناحیې "حاجيانو کلي" کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک په اساسي شکل جوړ او نن رسماً د ترافیکو پر مخ. . .

Thu, Dec 04 2025 7:54 AM
Background image

مهترلام ښاروال د یوې بلې پروژې قرارداد هم لاسلیک کړ

مهترلام ښاروالۍ خپل د موټرو، وسایطو او تیلو پمپ د ښې ساتنې په موخه د سایه بان پروژه پلې کوي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي انس لطیفي ودانیز. . .

Wed, Dec 03 2025 8:40 AM
Background image

د کانال او پلچک د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچک د جوړیدو پروژې چارې ترسره کېږي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ. . .

BACK TO NEWS