د ګذر وکیلانو او نواحیو د مدیرانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په مهترلام ښار کې د ښاري خدماتو د لا پیاوړتیا او همغږۍ د رامنځته کولو په موخه، د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د نواحیو مدیرانو او ګذر وکیلانو ګډه ناسته ترسره شوه
په دې مجلس کې د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري ترڅنګ، د څارنې او ارزونې امر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د تخنیکي او مسلکي چارو امر انجنیر زاهد الله مجددي، د ښاروالۍ د پنځو واړو نواحیو مسؤلینو او ګڼ شمېر ګذر وکیلانو ګډون کړی وو
ناسته د نواحیو د مدیرانو له څرګندونو پیل شوه چې په ترڅ کې یې له ګذر وکیلانو څخه وغوښتل، څو د ساحې په کچه د پاک چاپېریال ساتنې عامه پوهاوي او ښاري خدماتو په راټولونه کې له ښاروالۍ سره همکاري زیاته کړي
بیلابېلو ګذر وکیلانو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او د ساحې د خلکو غوښتنې شریکې کړې، چې مسؤل مدیرانو یې په ځواب کې ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به د امکان تر بریده حل او تعقیب شي
