لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو اداري ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو اداري ودانیو د جوړولو چارې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه پیل شوې.
د یادې پروژې بنسټ ډبره د لغمان مرستیال والي الحاج حافظ انځرګل عبدالله، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د ښاروالۍ آمرینو، د یادې ناحیو مدیرانو، ګذر وکیلانو او مشرانو له لوري کېښودل شوه
مرستیال والي خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د رغونې او بیارغونې پروژې روانې دي چې سل ګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
مهترلام ښاروال وویل، د دغې پروژې لګښت د ښاروالۍ له داخلي بودیجې ورکول کېږي او په ترڅ کې به یې د ښار د دویمې او درېیمې ناحیو لپاره یو منزله اداري تعمیرونه په اساسي او معیاري بڼه جوړ شي
هغه زیاته کړه چې د دغو ودانیو د جوړولو پروژه به راتلوونکو ۸ میاشتو کې بشپړه شي چې هر تعمیر به څلور خونې ولري
د نوموړي په وینا، په یاده پروژه کې به په ورځني ډول ۶۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي
د یادې ناحیې اوسیدونکو او ګذر وکیلانو د پروژې په پلي کیدو خوښې څرګنده کړه او وې ویل چې د ناحیو تعمیرونو جوړیدو سره به ورته ډیرې اسانتیاوې برابرې شي
د یادونې وړ ده چې سږکال مهترلام ښاروالۍ د څه باندې ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت په مهترلام ښار کې ۱۲ پروژې پلې کوي، چې سل ګونه خلکو ته به پکې د کار کولو زمینې برابرې شي
