مهترلام ښاروال له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ له بېلابېلو اداري امریتونو او مدیریتونو څخه لیدنه وکړه او د کارکوونکو د فعالیتونو ارزونه یې ترسره کړه
ښاروال د لیدنې پر مهال کارکوونکو ته د حاضرۍ پر پابندۍ، د خدمتونو پر وخت وړاندې کولو او له مراجعینو سره د ښه چلند سپارښتنې وکړې
نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول کارکوونکي باید خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي، ترڅو د مراجعینو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروال د ښاروالۍ د نورو چارو ترڅنګ وخت پر وخت د ښاروالۍ له شعباتو څخه هم څارنه کوي ترڅو کارونه په منظم شکل پر مخ لاړ شي
