د مهترلام ښاروالۍ او د ولسي تړون برنامې مسولينو د دویمې، درېیمې، څلورمې او پنځمې ناحیې ګذر وکیلانو سره ناسته وکړه

Anonymous (not verified)
Wed, Jun 30 2021 6:06 AM
شاروالی مهترلام

ددې ناستې موخه د ملي دسترخوان برنامې تطبيق کوونکو سره د ښاروالۍ او د‌ ګذر وکيلانو د مرستې او همغږۍ جلب کول و؛ ترڅو د ملي دسترخوان برنامه په غوره شکل تطبيق شي او مستحقو کسانو ته منظمې مرستې ورسېږي.

د ولسي تړون برنامې مسؤل د ملي دسترخوان برنامې باندی رڼا واچوله او د غونډې ګډونوالو ته یې د یاد پروګرام په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل، د غونډې په جریان کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل شول.

د ښاري حکومتولۍ آمر د ګذر وکیلان د برنامې د ښه تطبیق په موخه وهڅول؛ تر څو د ولسي تړون مسؤلینو سره همکاري وکړي او د شفافیت او مستحقو کورنیو په نښه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

ياده دې وي، چې په دې ناسته کې د ښاري حکومتولۍ امر بختيار حسين خېل، د ولسي تړون برنامې مسولينو ( سید یوسف سادات او انجنير عيسی خان) برخه درلوده.

 

Latest news

Tue, Aug 26 2025 10:31 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د ډاکټر محمد ظاهر پارک د خړوبولو لپاره د ویالې جوړولو چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال، الحاج مولوي رحمت الله شهامت، په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ډاکټر محمد ظاهر پارک د نیالګیو او شنو ساحو د خړوبولو لپاره د یوې ویالې د. . .

Tue, Aug 26 2025 9:29 AM
Background image

په دویمه ناحیه کې د سرک د کانکریټ اچونې چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویمې ناحیې اړوند د حاجیانو کلي د سرک د کانکریټ اچونې چارې په منظم شکل جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل. . .

Mon, Aug 25 2025 9:41 AM
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ د ښاروالۍ نوبتي ناسته ترسره شوه

نن د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دغه ناسته کې د امرینو او مدیرانو له لوري د. . .

BACK TO NEWS