د کانال او پلچک د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچک د جوړیدو پروژې چارې ترسره کېږي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي شیرزاد دانش ودانیز شرکت سره قرارداد لاسلیک شو
ښاروال د قرارداد پر مهال د شرکت مسؤل ته سپارښتنه وکړه چې کارونه په اساسي او معیاري شکل د پلان مطابق ترسره کړي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ سږ کال د بیارغونې ګڼ شمېر پروژې په لاره اچولي چې په پرلپسې ډول به یې چارې پیل شي
