د مهترلام ښار د رحماني چوک او صرافي مارکېټ شاوخوا ویالې او پلچکونه پاک شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري پاکوالي او ښاریانو ته د ښه چاپېریال برابرولو په موخه، د ښار د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په لارښونه، د یادې ناحیې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د رحماني چوک او صرافي مارکېټ شاوخوا ویالو او پلچکونو پاکوالي چارې ترسره شوې
یادو فعالیتونو کې هغه ویالې او پلچکونه چې د کثافاتو، خټو او خځلو له امله بند شوې وې، په بشپړ ډول پاکې شوې، چې له امله یې د اوبو د بهیدو جریان عادي حالت ته راوګرځید او چاپېریال ته پاکه بڼه ورکړل شوه
د لومړۍ ناحيې مدیر ملا عباس ابراهیمي وایي، دا ډول کارونه به دوام ومومي، څو د ښار ټولې ساحې له ککړتیا وژغورل شي، او د ښاریانو لپاره یو سالم، پاک او منظم چاپیریال برابر شي
نوموړی له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د پاکوالي په برخه کې له تنظیف کارکوونکو سره همکاري وکړي، او ویالې، کوڅې او عامه ځایونه له بې ځایه کثافاتو څخه وساتي