د مهترلام ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه
هغه کثافت دانۍ چې له کثافاتو ډکې شوې وې خالي او راټول شوي کثافات یې یو لیرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
