د پشه یو په مسیر د سرک دوه لینه کولو په موخه د استملاک کمیټې خپله دویمه ناسته ترسره کړه
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري پراختیايي پلان له مخې، د کابل ـ جلالآباد له زړې هډې څخه تر تیرکړیو پله پورې د سرک دوهلینه کېدو په موخه د استملاک کمېټې دویمه ناسته ترسره شوه
په یاده ناسته کې د استملاک کمېټې غړو د یاد مسیر پر سر واقع شویو ځمکو د قیمتګزارۍ په اړه رهنماګانو ته چې کوم استعلامونه ورکړې وو، نن د یادو استعلامونو ځوابونه وکتل شول او مشرانو خپل اړوند نظرونه یو بل سره شریک کړل
د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې دا بهیر به د خلکو له حقونو سره د بشپړ درناوي، شفافیت او عادلانه قیمتګزارۍ په اساس پر مخ وړل کېږي
