د مهترلام ښار د څارویو منډوي او یو تجارتي مارکیټ مزایده ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ له لوري د تعین شوي کمېټې په حضور کې د ښاروالۍ د دوو نورو ملکیتونو د زړې ښاروالۍ غرب طرف ته د تجارتي مارکیټ او د څارویو منډوي مزایدې ترسره شوې
د څارویو منډوي مزایده د ۲۳ داوطلبانو ترمنځ د مهترلام ښاروالۍ د مجلسونو په تالار کې ترسره شوه چې دربارشاه ولد حسن علي جمعه کې ۶۹ زره او ۱۰۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو
همداراز د زړې ښاروالۍ غرب طرف ته د تجارتي مارکیټ مزایده د درې داوطلبانو ترمنځ د مهترلام ښاروالۍ تدارکاتو او خدماتو مدیریت کې وشوه چې محمد اکبر ولد حکم خان د میاشتې ۳۴ زره افغانیو لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی شو
