د یونفس موسسې مسؤلینو په مهترلام ښار کې د ۱۶ پروژو د عملي کولو په موخه له مهترلام ښاروال سره وکتل

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۵۷
لیدنه

د نړیوال بانک تر چتر لاندې د یونفس موسسې مسؤلینو په مهترلام ښار کې د ۱۶ پراختیايي پروژو د عملي کولو په موخه له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې مهترلام ښاروال د یونفس موسسې راغلو مسؤلینو ته ښه راغلاست وویل او ډاډ یې ورکړ، چې ښاروالۍ به د یادو پروژو د تطبیق په برخه کې بشپړه همکاري وکړي

نوموړي ټینګار وکړ، چې د پروژو د پلي کېدو بهیر به په شفاف او منظم ډول پرمخ ولاړ شي او د ښار ټولو ګذرونو ته به په عادلانه ډول خدمات وړاندې شي

د یونفس موسسې مسؤل هم د ښاروال له همکارۍ مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې په ۱۴۰۵ مالي کال کې به د مهترلام ښار په ټولو ګذرونو کې شپاړلس د بیارغونې پروژې د یونفس موسسې په مالي لګښت عملي شي

 د هغه په وینا، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د ښار د آبادۍ او پرمختګ بهیر لا پیاوړی شي

د یادونې وړ ده، چې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه به هم په ۱۴۰۵ مالي کال کې په مهترلام ښار کې یو شمېر پروژې پلي شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د مهترلام ښار د ویالو او پلچکونو پاکونه ترسره شوه

د وروستیو بارانونو له امله د مهترلام ښار یو شمېر ویالې او پلچکونه د کثافاتو، خځلو او خټو له کبله بند شوي وو، چې له امله یې د اوبو بهیر له ستونزو سره مخ شوی و

د مهترلام ښاروال الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۵۷
Background image

د یونفس موسسې مسؤلینو په مهترلام ښار کې د ۱۶ پروژو د عملي کولو په موخه له مهترلام ښاروال سره وکتل

د نړیوال بانک تر چتر لاندې د یونفس موسسې مسؤلینو په مهترلام ښار کې د ۱۶ پراختیايي پروژو د عملي کولو په موخه له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۴ کال عوايدو کې ۷ سلنه زياتوالی راغلی دی

د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر نیکت الله عزیزي وايي، چې په ۱۴۰۴ کال کې يې د ښاروالۍ عايداتي سرچينو څخه ۱۰۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د ۱۴۰۳ کال د عوايدو په نسبت ۷ سلنه پکې. . .

BACK TO NEWS