مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
لوبه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه. 

 په یاده سیالۍ کې ښاروالۍ لوبډلې مقابلې لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف ټاکلی وو چې په ځواب کې د روښان لغماني لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کیدو سره یوازې ۶۶ منډې جوړې کړې او د ۱۳۵ منډو په توپیر یې ستره ماتې وخوړه. 

 د مهترلام ښاروالۍ په ګټه مجبور خروتي خطرناکه توپ اچونه وکړه د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي اوټ کړل او د یادې لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ لوبډله به خپله راتلونکي سیالۍ د سه شنبې ورځ ترسره کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۵۸
Background image

د مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې پرلپسې دویمه ستره بریا ترلاسه کړه

د لغمان انټرکلب سیالیو په لړ کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت ترچطر لاندې ښاروالۍ کرکټ لوبډلې پرلپسې خپله دویمه ستره بریا ترلاسه کړه
یادې لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د حکیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۵۴
Background image

د مشرتابه د فرمانونو د تعقیب او عملي کولو په موخه یوه مهمه ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسکلي امر انجنیر زاهد الله مجددي په مشرۍ د ښاروالۍ د نواحیو له مدیرانو سره د مشرتابه د فرمانونو د تعقیب او عملي کولو په موخه یوه مهمه او ځانګړې ناسته ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۸
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لغمان قبایلو چارو ریاست مخې سرک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د سرکونو د جوړولو پروژه چې په دویمه ناحیه کې پیل شوې وه، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې پروژه کې د لغمان د. . .

BACK TO NEWS