د مهترلام ښار د نظم ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه مهمه ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښار د ښاري نظم ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه د مهترلام ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري یوه مهمه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په یاده ناسته کې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت ترڅنګ، د ښاروالۍ څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري، تخنیکي او مسلکي آمر انجنیر زاهد الله مجددي، د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک او د بېلابېلو صنفونو استازو ګډون کړی وو
ښاروال ښاغلي شهامت د صنفونو استازو ته سپارښتنه وکړه چې د ښاري نظم د پیاوړتیا لپاره ځانونه منظم سیستم ته برابر کړي او هغه هټیوال چې د توکو په ایښودلو سره یې پلې لارې بندې کړې دي، مکلف دي چې د دوو ورځو په موده کې پلې لارې خلاصې کړي
همداراز هغه دوکانداران چې د ښاروالۍ له ټاکلې اندازې څخه بهر یې خپل د دوکانونو پیکونه غځولي باید ژر تر ژره یې لېرې کړي
د صنفونو استازو د ښاروال له سپارښتنو سره خپل بشپړ همکاري اعلان کړه او ژمنه یې وکړه چې په ټاکل شوې موده کې به پلې لارې خلاصې او پیکونه منظم کړي
د یادونې وړ ده چې له ورکړل شوي دوه ورځني وخت وروسته به د مهترلام ښاروالۍ ځانګړی کمېسیون په ښار کې خپل عملي اقدامات پیل کړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي
