مهترلام ښاروال د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته وکړه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ د مشورتي بورډ غړو سره د ۱۴۰۴ مالي کال د پروژو په اړه مشورتي ناسته وکړه
په پیل کې ښاروال د مشورتي بورډ ټولو غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او مننه يې وکړه، چې په ټولو پروژو او ملي برنامو کې د یاد بورډ غړو مهم رول لوبولی دی او چارې يې ګټورې تمامې شوي دي
همداراز ښاروال وویل، هېواد مو د پرمختګ او آبادۍ پر لور روان دی او د خوشالۍ ځای دا دی چې خپلواکه یو او خپلو ولسونو ته خدمت کوو
د مجلس په جریان کې د ښاروالۍ د زېربنا او انجینرۍ مدیر محمد عارف سهاک د ۱۴۰۴ مالي کال د پروژو په اړه د مشورتي بورډ غړو سره معلومات شریک کړل
د مشورتي بورډ غړو په وار سره خبرې وکړې د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه یې وستایل او د ۱۴۰۴ مالي کال د ښاروالۍ له لوري د ټاکل شو پروژو په اړه یې خپل نظریات او مهمې څرګندونې وکړې او پروژې یې تائید کړې.